پاملرنه: دغه سیستم یواځې لوړ رتبه بستونو لپاره ځانګړی شوی.
جهت ثبت درخواست به بست های پایین رتبه، سیستم دیگری در نظر گرفته شده است. لطفاً به اینجا مراجعه کنید..
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د الکترونیکي ګومارنې په مدخل(ننوتځي) کې د کارونې حساب جوړول اسانه دي اویواځې څو دقیقې وخت نیسي. تاسې کولای شی غوښتنلیک لپاره اړین مدارک* چمتو کړی او وروسته د نوم په ثبتولو پيل وکړئ اویاهم له ځنډ پرته خپل حساب پرانیزئ او په ټاکلي وخت یې بشپړ کړئ، خو ممکن ستاسې غوښتنلیکونه ترهغې چې د کارونې حساب مو نه وي بشپړ شوی، اجراء نشي.
له کوم ځای نه پیل او څه کار باید وکړئ:
ستاسې د کارونې حساب چمتو شوی (کاربر یا کاروونکی او پسورډ مو په خوندي ځای کې وساتی او هرځل چې د نوي بست لپاره غوښتنه وړاندې کوئ، هغه وکاروۍ). بریالي اوسۍ او د خوښې وړ دندې له لټون څخه خوند واخلۍ.
*یو انځور (یو قطعه) د تذکرې کاپي، د تحصیلي سندونو کاپي، رسمي بیو ګرافي او په کومه برخه کې چې تجربه لرۍ، د کار قرار دادونو کاپي.
د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ لید لوری دادی: له اړیکې او بهرنۍ لاسوهنې پرته، د ځواب ویوونکې او عادلانه پروسې له لارې په شرایطو برابر د ژمنو کارکوونکو ګومارل. دغه بورډ د (لومړیو او دویمو) لوړ رتبه بستونو، د ګډو کړنو لرونکو ادارو د کارکوونکو(پنځمو او شپږمو) او د اداري کارکوونکو (دریمو، څلورمو، پنځمو او شپږمو) بستونو د ګومارنې او څارنې مسؤولیت لري.
د دې سر بېره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د اصلاحاتو د پروګرامونو ملاتړ او پلي کول او دغه راز، د اغېزمنې او پیاوړې ګومارنې په برخه کې له ادارو سره مرسته، چې مسؤولیتونه یې په لاندې ډول دي:
د ګومارنې وړاندیز او تشخیص، ترفیع، تبدیل، تقاعد، د تقاعد رفع، د تقاعد حقوق او د ولسمشر د منظورۍ لپاره، د ملکي خدمتونو د لوړ رتبه مامورینو نورې ذاتي چارې؛
له خپلواکو ادارو او وزارتونو څخه د تشو بستونو په اړه د معلوماتو غوښتل؛
د حقوقي او قانوني سندونو له مخې، په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې له تعییناتو څخه څارنه؛
داړوندو حقوقي او قانوني سندونو له مخې، د سرغړونو په اړه راپور.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مادې له مخې جوړشوی. د جمهوري ریاست د ۱۳۸۱ کال ۲۵۷ شمېره فرمان او وروسته، په ۱۳۸۴ کال کې د ملکي خدمتونو قانون، د کمېسیون د جوړولو مبنا جوړوي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ۹ کمېشنرانو لخوا رهبري کېږي چې پنځه یې د ملکي خدمتونو د تعییناتو په بورډ، درې نور یې د ملکي خدمتونو د شکایاتو په بورډ کې کار کوي او عمومي رییس یې معمولاً د ولسمشرلخوا ټاکل کېږي.د دوه بورډونو سربېره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون درې عمومي ریاستونه د ملکي خدمتونو عمومي ادارې ریاست، د ملکي خدمتونونو انسټیټوټ عمومي ریاست او د دارالانشاء عمومي ریاست پکې شامل دي. کمېسیون ۳۴ ولایتي دفترونه لري چې چارې یې د دارالانشاء عمومي ریاست سره په همغږۍ کې پرمخ درومي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ټولیزه دنده، په ملکي خدمتونو کې رهبري او اصلاحات، او د دولتي کارکوونکو ګومارل دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ډاډ من دی چې لاندیني ارزښتونه ستراتيژیکو موخو، خلکو او نفع لرونکو سره اساسي لارښوونې زموږ په واک کې راکوي او زموږ د ژمنو د اجرا لپاره اصلي بنسټ دی. اصلي ارزښتونه عبارت دي له: رېښتینولۍ، د مسوولیت منل، درناوی، ټول ګډون او عدالت، وړتیا او د قانون واکمني.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لید لوری
د ملکي خدمتونو د یوې بې پرې او اغېزمنې ادارې لرل چې وکړای شي، په هېواد کې د اقتصادي پراختیا موخې مخ ته یوسي او د افغانستان د ټولو خلکو ګټو ته خدمت وکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ماموریت
د تخصص، وړتیا، اهلیت، ځواب ویوونکې او بې پرې پروسې له لارې د ملکي خدمتونو په اداره کې د مسلکي جوړونې او د اصلاحاتو بهیر رهبري.
0657 | ریاست عمومی دارالانشای ولسی جرگه | 2021-01-25
0656 | وزارت معارف | 2021-01-24
0143-6 | اداره هوانوردی ملکی | 2021-01-20
0409-5 | اداره هوانوردی ملکی | 2021-01-20
0655 | وزارت مالیه | 2021-01-23
0654 | کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی | 2021-01-23
0653 | وزارت معادن و پترولیم | 2021-01-21
0652 | وزارت معادن و پترولیم | 2021-01-21
0651 | وزارت معادن و پترولیم | 2021-01-21
0650 | وزارت معادن و پترولیم | 2021-01-21
0595-1 | وزارت مالیه | 2021-01-16
ټول غوښتونکي
سړی
ښځه
بستونه
ټیلیفون: 0795414287
برېښنالیک: info@iarcsc.com
موږ وڅارۍ
© الکترونیکي ګومارنه. ټول حقونه خوندي دي