د الکترونیکي ګومارنې سیستم د کارونې لارښود

ښاغلی/آغلی غوښتونکیه!

اول او دویم بستونو ته د غوښتنې وړاندې کولو لپاره اړتیا ده څو صورت حساب ولرې. له دې پرته نشی کولای چې هېڅ یوه بست ته غوښتنلیک وړاندې کړئ.

پاملرنه: اړتیا ده چې یواځې یو ځل صورت حساب Account جوړ کړئ..

د حساب نه لرلو په صورت کې هیله ده چې دغه لارښود په ځېر مطالعه او له مخې یې ځان ته صورت حساب جوړ کړئ.

غوښتوونکو لپاره د صورت حساب جوړولو لارښود.

  1. لومړی د سیستم راجستر پاڼې ته ورشئ.
  2. خپل شخصي برښنا لیک ټایپ کړئ.
  3. نوی پاسورډ ټايپ کړئ هیله ده دغه پاسورډ هېر نه کړئ.
  4. د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، ټايپ شوی پاسورډ بیا ولیکئ.
  5. د پاڼې په پای کې د راجسټر تڼۍ کېکاږئ.
  6. لږ وروسته به تاسې خپل برېښنا لیک کې تاییدي پیغام ترلاسه کړئ.
  7. خپل برښنا لیک پرانیزئ د لارښود له مطالعې وروسته، ترلاسه شوی لېنک کېکاږئ او د خپل برېښنالیک او پاسورډ په ټايپ کولو سره، خپل صورت حساب ته دننه شی.
 

خپل صورت حساب (Account) له د اخلېدو وروسته په لاندې لارښوونو عمل وکړئ.

  1. لومړی خپل عکس اپلوډ (پورته) کړئ او د شخصي معلوماتو فورمه په ځېر سره ډکه کړئ او د ثبت تڼۍ کېکاږئ.
  2. وروسته بیا د تحصلاتو اړوند فورمه ډکه کړئ.
    • له یوه څخه د زیاتو تحصیلي سندونو د لرلو په صورت کې کولای شی د تحصیلاتو Tab په کېکاږلو سره فورمه څو څلې ډکه کړئ.
  3. په درېیم قدم کې د کاري تجربو اړوند معلوماتو فورمه ډکه کړئ.
    • د زیاتو کاري تجربو د لرلو په صورت کې، کولای شی د کاري تجربې د Tab په کېکاږلو سره فورمه څو ځلې ډکه کړئ.
  4. وروسته بیا د کومو ژبو په اړه چې تاسې ورباندې تسلط لرئ، د معلوماتو فورمې ډکې کړئ.
  5. وروسته بیا د درې تنو د معلوماتو په اړه د References فورمه ډکه کړئ.
  6. په پای کې په ترتیب او جلا ډول اړین اسناد په سیستم کې ا پلوډ (پورته ) کړئ.
1 / 6
Caption Text
2 / 6
Caption Two
3 / 6
Caption Three
4 / 6
Caption Three
5 / 6
Caption Three
6 / 6
Caption Three

مبارک!

وروسته له هغې چې خپل صورت حساب مو په بریالۍ توګه بشپړ کړ اوس کولای شی چې د خپلې خوښې بست ته غوښتنلیک وړاندې کړئ. البته د زیات وضاحت لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.

  • د بستونو برخې ته ورشئ.
  • د غوښتنې لینک کېکاږئ.
  • هغه بست لپاره چې غواړئ غوښتنلیک وړاندې کړئ لټون یې وکړئ