عمومی معلومات


سیسټم - خپل حساب جوړ کړئ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون  د الکترونیکي ګومارنې په مدخل(ننوتځي) کې د کارونې حساب جوړول اسانه دي  اویواځې څو دقیقې وخت نیسي. تاسې کولای شی غوښتنلیک لپاره اړین مدارک* چمتو کړی او وروسته د نوم په ثبتولو پيل وکړئ اویاهم له ځنډ پرته خپل حساب پرانیزئ او په ټاکلي وخت یې بشپړ کړئ، خو ممکن ستاسې غوښتنلیکونه ترهغې چې د کارونې حساب مو نه وي بشپړ شوی، اجراء نشي. 

له کوم ځای نه پیل او څه کار باید وکړئ:

  1. ـ د کمېسیون د الکترونیکي ګومارنې ننوتځی (مدخل) پرانیزۍ.
  2. ـ د «کارونې حساب کې د نوم لیکنې لپاره» د پاسه یې زرغونې تڼۍ ته چې د پاڼې منځ کې ده، ټک ورکړئ.
  3. ـ نوم او تخلص ولیکئ.
  4. ـ خپل فعاله برېښنا لیک ولیکئ.
  5. ـ خپل اختیاري پسورډ بیا ځلې ولیکئ.
  6. ـ په «نوم لیکنه» کېکاږۍ.
  7. ـ خپل برېښنا لیک ته ورشۍ او خپل برېښنا لیک تایید کړئ.
  8. ـ له تایید شوي برېښنا لیک او پسورډ له لارې د ننه شئ او برېښنايي فورمه بشپړه کړئ.

ستاسې د کارونې حساب چمتو شوی (کاربر یا کاروونکی او پسورډ مو په خوندي ځای کې وساتی او هرځل چې د نوي بست لپاره غوښتنه وړاندې کوئ، هغه وکاروۍ). بریالي اوسۍ او د خوښې وړ دندې له لټون څخه خوند واخلۍ.

*یو انځور (یو قطعه) د تذکرې کاپي، د تحصیلي سندونو کاپي، رسمي بیو ګرافي او په کومه برخه کې چې تجربه لرۍ، د کار قرار دادونو کاپي.

د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ

د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ لید لوری دادی: له اړیکې او بهرنۍ لاسوهنې پرته، د ځواب ویوونکې او عادلانه پروسې له لارې په شرایطو برابر د ژمنو کارکوونکو ګومارل. دغه بورډ د (لومړیو او دویمو) لوړ رتبه بستونو، د ګډو کړنو لرونکو ادارو د کارکوونکو(پنځمو او شپږمو) او د اداري کارکوونکو (دریمو، څلورمو، پنځمو او شپږمو) بستونو د ګومارنې او څارنې مسؤولیت لري.
د دې سر بېره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د اصلاحاتو د پروګرامونو ملاتړ او پلي کول او دغه راز، د اغېزمنې او پیاوړې ګومارنې په برخه کې له ادارو سره مرسته، چې مسؤولیتونه یې په لاندې ډول دي:
د ګومارنې وړاندیز او تشخیص، ترفیع، تبدیل، تقاعد، د تقاعد رفع، د تقاعد حقوق او د ولسمشر د منظورۍ لپاره، د ملکي خدمتونو د لوړ رتبه مامورینو نورې ذاتي چارې؛
له خپلواکو ادارو او وزارتونو څخه د تشو بستونو په اړه د معلوماتو غوښتل؛
د حقوقي او قانوني سندونو له مخې، په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې له تعییناتو څخه څارنه؛
داړوندو حقوقي او قانوني سندونو له مخې، د سرغړونو په اړه راپور.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مادې له مخې جوړشوی. د جمهوري ریاست د ۱۳۸۱ کال ۲۵۷ شمېره فرمان  او وروسته، په ۱۳۸۴ کال کې د ملکي خدمتونو قانون، د کمېسیون د جوړولو مبنا جوړوي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ۹ کمېشنرانو لخوا رهبري کېږي چې پنځه یې د ملکي خدمتونو د تعییناتو په بورډ، درې نور یې د ملکي خدمتونو د شکایاتو په بورډ کې کار کوي او عمومي رییس یې معمولاً د ولسمشرلخوا ټاکل کېږي.د دوه بورډونو سربېره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون درې عمومي ریاستونه د ملکي خدمتونو عمومي ادارې ریاست، د ملکي خدمتونونو انسټیټوټ عمومي ریاست او د دارالانشاء عمومي ریاست پکې شامل دي. کمېسیون ۳۴ ولایتي دفترونه لري  چې چارې یې د دارالانشاء عمومي ریاست سره په همغږۍ کې پرمخ درومي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمېسیون ټولیزه دنده، په ملکي خدمتونو کې رهبري او اصلاحات، او د دولتي کارکوونکو ګومارل دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ډاډ من دی چې لاندیني ارزښتونه ستراتيژیکو موخو، خلکو او نفع لرونکو سره اساسي لارښوونې زموږ په واک کې راکوي او زموږ د ژمنو د اجرا لپاره اصلي بنسټ دی. اصلي ارزښتونه عبارت دي له: رېښتینولۍ، د مسوولیت منل، درناوی، ټول ګډون او عدالت، وړتیا او د قانون واکمني.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لید لوری
د ملکي خدمتونو د یوې بې پرې او اغېزمنې ادارې لرل چې وکړای شي، په هېواد کې د اقتصادي پراختیا موخې مخ ته یوسي او د افغانستان د ټولو خلکو ګټو ته خدمت وکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ماموریت
د تخصص، وړتیا، اهلیت، ځواب ویوونکې او بې پرې پروسې له لارې د ملکي خدمتونو په اداره کې د مسلکي جوړونې او د اصلاحاتو بهیر رهبري.
 

د بست څانګه


any

ریاست حوزه فرعی دریایی جلگه بالایی پکتیا

0149 | اداره ملی تنظیم امور آب | 2020-06-13

any

ریاست حوزه فرعی دریایی پارون نورستان

0148 | اداره ملی تنظیم امور آب | 2020-06-13

any

ریاست حوزه فرعی دریایی شیرین تگاب میمنه

0147 | اداره ملی تنظیم امور آب | 2020-06-13

any

ریاست توسعه ورزش زنان

0045-2 | ریاست عمومی تربیت بدنی و سپورت | 2020-06-11

any

ریاست ورزشی ولایت کندهار

0068-1 | ریاست عمومی تربیت بدنی و سپورت | 2020-06-08

any

ریاست ارزیابی مطابقت

0146 | اداره ملی ستندرد | 2020-06-09

any

ولسوالی حصه اول کوهستان ولایت کاپیسا

0145 | اداره مستقل ارگانهای محل | 2020-06-07

any

ولسوالی کوه بند ولایت کاپیسا

0144 | اداره مستقل ارگانهای محل | 2020-06-07

any

ریاست عمومی استندرد های مصئونیت پرواز

0143 | اداره هوانوردی ملکی | 2020-06-07

any

سر مفتش عملیاتی

0142 | اداره هوانوردی ملکی | 2020-06-07

any

مشاور حقوقی

0127 | اداره ملی حفاظت محیط زیست | 2020-06-04

any

ریاست روابط بین المللی امور محیط زیستی

0126 | اداره ملی حفاظت محیط زیست | 2020-06-04

any

ریاست دفتر

0125 | اداره ملی حفاظت محیط زیست | 2020-06-04

any

ریاست تغییر اقلیم

0124 | اداره ملی حفاظت محیط زیست | 2020-06-04

8749

ټول غوښتونکي

7325

سړی

1424

ښځه

0

تعین شوي

165

بستونه

ګډون:

پته:

د دارالامان عمومی سړک , د سناتوریم کوڅه
وبسایت: www.iarcsc.gov.af

موږ سره اړیکه:

ټیلیفون: 0795414287
برېښنالیک: info@iarcsc.com

© الکترونیکي ګومارنه. ټول حقونه خوندي دي